Skip to content
DRC Asylum
Contact
Step-by-step guide through the Danish asylum procedure

د ډنمارک د پناه غوښتنې بهیر لپاره ګام په ګام لارښود

که ته په ډنمارک کې د پناه غوښتنه کوې، نو دا بهیر لږ پېچلی وي. دا ګام په ګام لارښود ستا د پوښتنو ځوابونو لپاره جوړ شوی دی، د انځورونو او لیکونو په مرسته به تا رهنمايي کوي تر څو د ډنمارک د پناه غوښتنې ټول پړاوونه په اسانه تېر کړې

د پناه غوښتنې د بهیر مرحلې

چا سره غواړي چه وګوري

د ډنمارک د کډوالو چارو خداماتو اداره/د مهاجرینو اداره

کله چی تاسو په ډنمارک کې د پاتې کیدو اجازه غواړي دا د ډنمارک د کډوالو چارو خداماتو اداره پریکړه کوې چې ایا تاسو د ډنمارکې قوانینو په مطابق د پاتې کیدو اجازه اخستلې شې او که نه. د ډنمارک د کډوالو چارو خداماتو یو واکمنه اداره ده چه ستاسو د پناه غوښتنې قضیه لومړي پړیکړه د دوي په غاړه ده.

د پناه غوښتنې او د پناه اخیستلو قضیه

که تاسو په ډنمارک کې د پناهندګې غوښتنه کوي تاسو ته یو پناه غوښتنې قضیه به پیل شې. د پناه غوښتنې قضیه د ټولو اسنادو سره اساسا یوه دوسیه ستاسو د غوښتنلبک په اړه دې. د مثال په توګه هغه راپورنه چې د ډنمارک په چارواکو کې لیکل شوي او ستاسو شخصې اسنادونه چې تاسو یې سپارلې دي.

د کډوالو د استیناف شورا(محکمه)

که د کډوالو چارو اداری پریکړه منفي وي ستاسو د پناه غوښتنې قضیه به په اټوماټ ډول د کډوالو د اســتیناف شورا ته واستول شې کوم چې د محکمې په څیر دي. د کډوالو د اســتیناف شورا دا پریکړه کوي چې آیا دوی د کډوالو چارو اداری منفي پریکړې سره موافق دي یا که تاسو ته پناه درکړل شي. د کډوالو د اســتیناف شورا اخیری فیصله کوي چه د دوي فیصله د تغیر وړ نه ده او همدارنګه د دی شورا د پریکړي په مورد کې د شکایت حق نشته.

د ډنمارک د بېرته ستنولو اداره

که تاسو ته د پناه غوښتنې، د استوګنې جواز وروستۍ منفي پریکړه درکړل شوې وي، یا که ستاسو د استوګنې جواز لغوه شوی وي، او تاسو ته ویل شوي وي چې باید له ډنمارک څخه ووځئ، نو د ډنمارک د بېرته ستنولو اداره به ستاسو د بېرته ستنیدو د تنظیم مسؤلیت ولري.

د ډنمارک د بېرته ستنولو اداره دا صلاحیت نه لري چې پرېکړه وکړي چې تاسو ته په ډنمارک کې پناه درکړل شي که نه. دغه پرېکړه یوازې د مهاجرت ادارې او/یا د کډوالو د استیناف بورډ پورې اړه لري.

وکیل

کله چې د کډوالو د استیناف شورا ستاسو د پناه غوښتنې قضیه ګورې نو تاسو مرستې لپاره یو وکیل نیسې. ستاسو وکیل به د کډوالو د استیناف شورا په وړاندي خپل دلیل وایې چې ولې تاسو په حق باید مثبته پریکړه وشي.

پولیس

پولیس یوازې د پناه غوښتنې په پروسه کې برخه لری کله چې تاسو لومړی ځل لپاره ډنمارک ته رارسیږي او بیا کله چې تاسو ډنمارک پریږدي. کله چې تاسو ډنمارک ته راغلی پولیس ستاسو د ثبت کولو مسولیت لري همدارنګه ستاسو د ګوتو نشان او ستاسو عکس اخلې. که تاسو بیا د ډنمارک څخه ووځي، پولیس به ستاسو د تګ تنظیم لپاره تاسو سره همکاري کوي. پوليس دا واک نلري چې پریکړه وکړي چې آیا تاسو ته په ډنمارک کې پناهندګی ورکړل شی یا نه. دا یوازې د کډوالو چارو ادارې او یا هم د کډوالو د اســتیناف شورا پورې اړه لري.

ژباړونکې

د ډنمارکی چارواکو سره ستاسو به په ټولو غونډوکې یوه ژباړونکې موجود وي. یو ژباړونکې هغه کس دی چې کولی شي ستاسو په ژبه او د ډنمارکي په ژبی خبرې وکړي. د یو ژباړونکې دنده دا ده چې د دوو کسانو ترمنځ چې په یوه ژبی خبرې نه کوې اړیکه ممکنه کړي. ژباړونکې ته اجازه نه ورکول کیږي چې تاسو ته مشوره درکړي. د دوی یوازینۍ دنده دا ده چې په غونډو کې څه چی ویل کیږي هغه وژباړي.

د ډنمارک د کډوالو سره د مرستندویو سازمان

د ډنمارک د کډوالو سره د مرستندویو سازمان یو شخصي، بشري سازمان دې چې په ډنمارک کې د پناه غوښتونکو او کډوالو حقوقو لپاره کار کوي. مونږ د ډنمارک پناه غوښتونکو ته حقوقي او قانوني مشوري چمتو کوو او مونږ کولی شو د ډنمارکي د قواعدو او کړنلارې او د پناهندګی سیستم په اړه پوښتنې ته ځواب ورکړو.

ډنمارک خاوری ته را رسیدل

کله چې تاسو ډنمارک ته راغلي تاسو کولی شې د سندهولم پناه غوښتونکي مرکز کې چه ۳۰ کیلومتره د کوپینهاګن ښار په شمال سیمه کی ده او یا د پولیسو په هره مرکز کې د پناهندګی ورکولې شې.

د اوسيدولو ځای

کله چې تاسودپناهندګی غوښتنه کوې نو تاسو به د پناه غوښتنې په مرکز کې وسیږي. په ډنمارک د پناهندګی مرکزونه ډیر زیاد شته دی اوکیدشی چی تاسو په بیلابیلو مرکزونو کې ژوند وکړي پداسې حال کې چې ستاسو د پناهندګی غوښتنلیک څیړنه کیږی.

شخصي اسنادونه او د نوم ثبتونه

که تاسو خپل شخصي اسنادونو ډنمارکي چارواکو ته تسلیم کړي نو ځان ډاډ کړې او د اسنادونو کاپي ځان سره وساتي د ډنمارکي چارواکو به ستاسو اصلي اسنادونه خپل د پناه غوښتنې په قضیه کې ساتي.

د ډنمارک پولیس ستاسې د ګوتو نښو او عکس اخیستلو له لارې څخه تاسو ثبت کوي. تاسو ته به یوه شخصي پیژندلو کارت درکوي چه دا ثابتوی تاسو په ډنمارک کې پناه غوښتونکی یاست.

که تاسو لیک او لوست کولې شې د کډوالو چارو اداره به تاسو څخه وغواړی چې یوه فورمه په خپله ژبه دخپل هویت په اړه ډک کړې او ولې د پناهندګی غوښتنه کوي. د ټولو علتونو په اړه ولیکې چې ولې تاسو خپل هیواد پریښوده.

لومړي مرکه

په لومړۍ مرکه کې د کډوالو چارو اداره به ستاسو د هویت، ملیت، کورنې او ستاسو د سفر لارې په اړه پوښتنې کوي. کیدی شي د دې په اړه هم وپوښتل شي چې ولې تاسو په خپل هیواد کې ژوند نشې کولي.

د دوبلین قانون او کړنلاره

د اروپاي هیوادونو، د ډنمارک په ګډون د ډوبلین مقررات په نامه یو قانون لري. دا قانون پریکړه کوي چې یو پناه غوښتونکی یوازې د اروپا په یو هیواد کې د پناهندګی لپاره د هغه د غوښتنلیک څیړنه کیږی.

که چیرې د مهاجرینو چارو اداره پریکړه وکړي چې تاسو د ډوبلین مقرراتو په اساس یو بل اروپایي هیواد ته واستول شی نو تاسو ته به په لومړۍ مرکه کی د پریکړې په اړه خبر ورکړل شې یا کیدای شي تاسو ته د لیک له لارې خبر ورکول شې.

په مرکه کی یا د لیک له لاری تاسو کولی شې د کډوالو چارو اداري ته خبر ورکړي او د بل اروپاې هیواد ته د لیږل پریکړې په اړه شکایت وکړي.تاسو د شکایت کولو لپاره ټولو کې ۷ ورځې لري. د کډوالو چارو ادارې ته ووایاست که چیرته په اروپا کې کورنې لرې او کومې ستونزي تاسو تیرې کړي دي په هغه هیواد کې کوم ته جې مو د کډوالو چارو ادارې بیرته لیږلو پریکړه کړي.

د ډوبلین پریکړې په وړاندی شکایت کول

که تاسو وغواړې د بل اروپایې هیوادو ته د لیږلو په اړه شکایت وکړې تاسو کولی شې د ډنمارک د کډوالو سره د مرستندویو سازمان څخه په مفته ډول حقوقي او قانوني مرستې ترلاسه کړي. تاسو د کډوالو د مرستندویو سازمان ته به یوه غونډی ته راغوښتل کیږې                                    

د غونډې وروسته د ډنمارک د کډوالو سره د مرستي سازمان به د کډوالو د استیناف شورا ته یو لیک واستوي چه هغې ته خبری ورکړي چه تاسو باید ولې بل اروپایې هیواد ته و نه لیږلې شي.د کډوالو د اســتیناف شورا وروستې او اخیری پریکړه کوي. تاسو به په ډنمارک کې د پناه غوښتنې دوهم پړاو ته رسیږې یا به بل اروپای هیواد ته واستول شی.

د اوسيدلو ځاي

د پناه غوښتنې د کړنلاری په دویمه پړاو کې کېدي شي تاسو ته ابتدايي زده کړې وړاندیز وشې او تاسو کولی شې د خپل خواړه به مشترکه پخلنځي کې د خپل په پناه غوښتونکی کمپ کې اماده کوي.

د پناه غوښتلو مرکه

تاسو به د پناه غوښتلو په مرکه کې د مهاجرینو چارو اداره سره ګډون وکړې ژباړونکې به هلته هم موجود وي. تاسو نه به په تفصیل سره مرکه وکړل شې چې ولې تاسو خپل هیواد پریښوده اومرکه کیدې شي جه څوساعتو لپاره دوام وکړي. ټول دلیلونه د قضیې کارکوونکی ته ووایې چې ولې تاسوباید خپل هیواد پریښوده. د مرکې په جریان کې د کډوالو چارو اداره د قضیې کارکوونکی په یو لنډیز ډول څه چی وایې هغه به لیکلې.

 

پوښتنې

د قضیې کارکوونکی چه په کډوالو چارو اداره کې دنده اجرا کوې تاسو نه به ډیرې پوښتنې وکړي تاسو په دې تمه اوسې چه تاسو نه د پناغوښتنې دلایلو په اړه ډیر تفصيلي سره پوښتنې کیږې.

صداقت

د قضیې کارکوونکی په کډوالو چارو اداره کی به ټول هغه معلومات چې تاسو یې ورکوی مقایسه کوی او ځان په دې باور مندوي چی ته د پناه اخیستلو حق لرې اوکه نه. پوښتنو ته په صادقانه توګه ځواب ورکړې. که تاسو د پوښتنو په ځواب نه پوهیږې نو ووایاست چې.”زه نه پوهیږم یا زه ډاډه نه یم یا زه فکر کوم...”

د ژباړونکې په خبره ځان پویول

دا مهمه ده چې تاسو د ژباړونکې په خبره پوه شي. که تاسو د ژباړونکې خبرو یا د پوښتنو په پوهیدوکې ستونزه ولرې نو د کډوالو چارو اداره ته ووایاست. د ژباړونکې دنده یوازې دا ده چې ستا او د قضې کارکوونکی ترمنځ د خبرې وژباړي.

ستونزمني موضوعات

کیدای شي تاسونه وغوښتل شي چې د خپلو تجربو په اړه پوره توضیحات ورکړې. ستاسو د ځینې تجربو په اړه خبرې کول شاید ډیرسخت وي خپل فکر مغزه ارامه کړي او د وقفی غوښتنې وکړې که تاسو ورته اړتیا لرې. په یاد ولري او دا مهمه دې چی تاسو خپل شخصي مشکلات په اړه د کډوالو چارو اداره ته وواي . په یاد ولري چې کډوالو چارواکي هغه معلومات چې تاسو یې ورکوې هغه به محرم او پټ ساتې.

لنډيز راپور

ستاسو د مرکې په جریان کې یو لنډیزراپور لیکل کیږې. ژباړونکې به تاسو ته د مرکې په پاى کې ټول راپور پاڼه په پاڼه ولولی په یاد ولرې چی دقیق غوږ ونیسی دلته تاسو دا فرصت لرې چی هره غلطی سمه کړي. تاسو نه به وغوښتل شي چې د لنډیز راپور هره پاڼه لاسلیک کړي ستاسو د لاسلیک معنه دا ده چې تاسو موافق یاست چې معلومات په راپور کې سم دي . د مرکې په پای کې تاسو کولی شې د راپور یوه کاپي ځان لپاره هم وغواړي.

د مرکې نه وروسته

که تاسو د مرکې څخه وروسته د مهمو غلطیو څخه خبر شوی نو تاسو کولی شې د کډوالو چارو اداره ته لیک ولیږې. تاسو کولی شې لیک په خپله ژبه هم ولیکې.

که پریکړه مثبت وي

که تاسو ته په ډنمارک کې د اوسیدلو اجازه درکړل شی نو تاسو به اجازه لرې چې کاروکړي او ښوونځي ته لاړشې.

که پریکړه منفي وي

که د کډوالو چارو اداره پریکړه منفي وي ستاسو د پناه غوښتنې قضیه به په اتوماتيک ډول د کډوالو د استیناف شورا ته واستول شي کوم چې د محکمې په څیردي. په کډوالو اســتیناف شورا کې تاسو ته یو نوی فرصت ورکول کیږې چی خپل مشکل وضعیت بيان کړي.

خپل وکیل سره لیدل

یو وکیل به تاسو ته وټاکل شي چی د استیناف دبیاکتنی په بهیرکې ستاسو په قضيه کی تاسو سره مرسته وکړې د کډوالو اســتیناف شورا نظر څخه مخکې به تاسو خپل وکیل سره لیدنه وکړئ.

د کډوالو د اســتیناف شورا/محکمه

تاسو به د خپل وکیل سره د کډوالو د استیناف شورا نظراوردلو لپاره محکمی ته ځې. نظراوریدل یوه رسمي غونډې په شان ده. یوه نماینده یا استازی د کډوالو چارو اداره لخوا هلته هم موجود وي. وکیل، د کډوالو چارو اداره او د سره د کډوالو د استیناف شورا غړي شاید تاسو څخه پوښتنې وکړي. تاسو به د خپل نظر د ورکولو وخت هم ولری. په عمومي ډول د کډوالو د استیناف شورا/محکمه پاي کې پریکړه کوي.

اخیری پریکړه

د کډوالو د استیناف شورا وروستۍ اواخیری پریکړه کوي. که ستاسو پناه غوښتنلیک د کډوالو د استیناف شورا لخوا رد شو تاسو باید ډنمارک پریږدې.

دریم پړاو

که چیری د تاسو د پناه غوښتنی غوښتنلیک، د کډوالو د اســتیناف شورا لخوا رد شي، تاسو د ډنمارک د پناه غوښتنې د کړنالرې دریم پړاو کی یاست، او باید د ډنمارک څخه ووځي. کېدی شي چې تاسو د خپل د وضعیت په اړه ډیري پوښتنې، فکرونه او اندیښنې ولرې.

دد ډنمارک د بېرته ستنولو اداره سره لیندنه

که چیری تاسو ډنمارک پرینږدي، د بېرته ستنولو اداره به تاسو د یوی جلسې لپاره راوبلی. د جلسې په ترڅ کې تاسو باید دا روښانه کړې چې آیا تاسو د ډنمارک څخه د وتلو په اړه د بېرته ستنولو اداره سره همکاري کول غواړي. د بېرته ستنولو اداره کولی شي ستاسو سره د سفر د اړینو اسنادو ترلاسه کولو کی مرسته وکړي او ستاسو د سفر لګښتونه در کړي.

که چیری تاسو ډنمارک په خپله خوښه پرینږدي، تاسو د توقیف د خطر سره مخ کیږي او تاسو به خپل هیواد ته په اجباري توګه لیږل کیږي.

د وتلو مرکز ته منتقل کیدل

که چیری د تاسو د پناه غوښتنې د غوښتنلیک په اړه رد ځواب تر لاسه کړي وي، نو تاسو باید د وتلو مرکز/کمپ ته منتقل شې. د مرکز ټول استوګن باید ډنمارک پریږدي. تاسو اجازه نه لري چې خپل خوراک پخپله په مرکز کې ځانته تیار کړي. د دې پر ځای کیفیتریا موجود ده. 

مشوره

تاسو کولاۍ شۍ د ډنمارک د کډوالو سره د مرستندویو سازمان سره اړیکه ونیسئ. مونږ غواړو تاسو ته خپل هیواد ته د بیرته ستنېدو په اړه مشوره درکړو. مونږ کولاي شو له تاسو سره ستاسو د حالت په اړه - ستاسو دعملي او عاطفی اندیښنو په اړه خبری وکړو.

مونږ- د ډنمارک د کډوالو سره د مرستندویو سازمان پدی اړه معلومات لرو چې کوم ډول عملي، ټولنیز او/یا مالي مرستې تاسو ته کیداي شي درکړاي شي، کله چې تاسو خپل هیواد ته بیرته ستون شي.

تاسو شاید په دې اړه چې تاسې څه باید وکړي  او تاسو ته به څه پیښیږي ډیر فکرونه ولري. تاسو ممکن د دې په اړه اندیښنه و لري چې تاسو به خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو په صورت کې څه پیښ شي. د مثال په ټوګه ایا تاسو به امنیت کې اوسي؟ ایا تاسو به له خپلې کورنۍ سره یوځاي شي؟ ایا تاسو به دنده لاس ته راوړې؟ او همداسی نور

تاسو ممکن اندیښنی په دی اړه و لري، که چیرې تاسو په خپله خوښه ډنمارک پرینږدې نو څه به کیږي. مونږ د ډنمارک د کډوالو سره د مرستندویو سازمان د هغو قواعدو او کړنلارو په اړه پوهه لرو چې ستاسو په اړه د تطبیق وړ دي. تاسو تل کولاي شي چی راشي او مونږ سره خبرې وکړې.

زه څه باید وکړم؟

تاسو کولاۍ شې چي راشي او مونږ سره خبری وکړې. د ډنمارک د کډوالو سره د مرستندویو سازمان یو خپلواک او بشري سازمان دی، چي په ډنمارک کې د پناه غوښتونکو او کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره کار کوي. مونږ خپل هیواد ته د بیرته ستنېدو په اړه وړیا او بی طرفه مشورې وړاندې کوو. د نورو شیانو تر څنګ، مونږ پدی اړه هم پوه لرو.

                                                                                      زمونږ د ټولو مشاورینو خبرې او کړنې محرم دي تاسو کولې شې چه خپلې ټولې خبري د دوي سره په ازادانه شریکه    

د ډنمارک د کډوالو مرستندویو سازمان په اړه

د کډوالو سره د ډنمارک د مرستندویو موسسه چه یو شخصي اوبشري سازمان هم دی چې په ډنمارک کې د پناه غوښتونکو او کډوالو حقوقو لپاره کار کوي. مونږ د ډنمارک د دولتی چارواکو څخه په خپلواکي په ډول د بشري اصولو پر بنسټ کار کوو.

ورکو.دا اداره حقوقوي او بیرته او کډوالو د ستنیدوپه اړه مشورې هم ورکوي.مونږ کولې شو چه د دنمارک د پناه غوښتنې سیستم یا اداره په اړه او د د طریقه په اړه پوښتنې ځواب ورکړو.

څنګه  تاسو کولی شې چه مونږ سره  اړیکه ونیسی. " د اړیکی "  برخه لاندې  وګوري.

زمونږ د ټولو مشاورینو خبرې او کړنې محرم دي تاسو کولې شې چه خپلې ټولې خبري  د دوي سره په ازادانه شریکه کړي.

څنګه کولي شې چه مونږ سره اړیکه ټینګه کړي

تیلفون شمیره او برښنالیک  

پناه غوښتونکې کولې شې چه مونږ سره په تیلفون او برښنالیک په واسطه اړیکې ټینګي کړي او مشوري ترلاسه کړي دحقوقي مشوري لپاره: [email protected] د بیرته ستنیدو په اړه مشوره [email protected] اود تیلفونې اړیکو لپاره ۴۵۳۳۷۳۵۰۰۰+

په کوپنهګان کې

تاسو کولي شې چه هر منځنی(چهار شنبه) ورځ باندي له سهار ۱۰ نه تر ماسپښین ۱ پورې د کډوالو سره د ډنمارک د مرستندویو سازمان دفتر کې حقوقي مشوري ترلاسه کړي. که تاسو انګلیسې یا ډنمارکې خبري نشې کولې نو خپل ژباړونکې د ځان سره راولي.

زمونږه پته:
Lyngbyvej 100
2100 København Ø

د نوي راغلو پناه غوښتنکې لپاره

نوي کډوالو کله چې راځې دوي کولې شې د مرکزي او اطرفي دفترو څخه هم مشوره تر لاسه کولې شې او د کډوالو د مرستندویو سازمان ورته د ژباړونکې زمینه هم ورته مساعدوي.

د ویډیوې غونډو له لاري

مونږ هره ورځ د ویډیوې غونډو له لارې پناه غوښتونکو ته مشورې ورکوو. خپل پناه غوښتونکي مرکز کې د کارمندانو سره اړیکه ونیسې ترڅو د ویډیو کنفرانس لپاره یو وخت برابر کړې. په دغه ویډیوې غونډو کې ژباړونکې هم شته.

د خپل هیوادو ته د ستنیدو په اړه

مونږ هغه پناه غوښتنکو ته مشوره ورکوو چې د پناه غوښتنکې خواست یې اخري ځل لپاره هم رد شوي وي. مونږ دوي ته د خپل هیواد بیرته ستنیدو په اړه مشوره ورکوو او د بیرته ستنیدلو هر ډول مرستې په اړه معلومات ورسره شریک کوو. تاسو کولې شې چه مونږ سره اړیکه ټینګه کړي.

په توقیف ځایونوکې

قیدې شوي پناه غوښتونکو دا حق لري چی د کډوالو سره د ډنمارک د مرستندویو سازمان څخه د حقوقی او قانوني مشورې غوښتنه وکړی . که تاسو بندي یاست او مشوره غواړی ، نو د زندان کارمندانو سره اړیکه ونیسې چی د کډوالو سره مرستي سازمان د غونډې غوښتنه وکړي. هغوی به تاسو سره په زندان کې وګورې. ژباړونکې به د ډنمارک د کډوالو سره مرستي سازمان له خوا غوښتل کیږې.

Residence Permits

Asylum means protection. So if you get a positive decision and are granted asylum in Denmark it is because the Danish Immigration authorities have assessed that you will be in danger in your home country and are in need of protection.

There are three types of residences permits in Denmark for people in need of protection:

Section 7, 1: Convention Status

This residence permit is called Convention Status after the UN Refugee Convention. You get this residence permit if the Danish Immigration authorities assess that you are in danger in your home country due to your race, religion, nationality, membership of a particular social group or your political opinion.

This residence permit is granted for two years at a time.

Family reunification:
With this residence permit (§ 7, 1) you can apply for family reunification immediately after you get your permit.

Section 7, 2: Protection Status

This residence permit is called Protection Status. You get this residence permit if the Danish Immigration authorities assess that you will be in danger in your home country due to your individual circumstances (but not due to your race, religion, nationality, membership of a particular social group or your political opinion).

This residence permit is granted for one year at first. After the first year, it can be granted for up to two years at a time.

Family reunification:
With this residence permit (§ 7, 2) you can apply for family reunification immediately after you get your permit.

Section 7, 3: Temporary Protection Status

This residence permit is called Temporary Protection Status. You get this residence permit if the Danish authorities assess that you will be in danger due to the general situation in your home country (not your individual circumstances). For example, if your home country is at war and civilians risk violence or abuse because of this general instability.

This residence permit is granted for one year. After three years, it can be granted for up to two years at a time.

Family reunification:
With this residence permit (§ 7, 3) you will not normally have the right to apply for family reunification immediately. You may have to wait three years before you can apply.

Only under certain circumstances will you be able to apply for family reunification immediately after you get your permit. But even though you may be allowed to apply there is no guarantee that it will be granted.

If you are an unaccompanied minor with this residence permit (§ 7, 3) you can apply for family reunification immediately after you get your permit.

If the Danish Immigration authorities assess that it will cause too much hardship for your family to wait three years, you may also be able to apply and obtain family reunification earlier. This could be, for example, if your husband, wife or child is sick.

Section 9b, 1: Humanitarian Residence Permit

As an asylum seeker in Denmark you can also apply for a humanitarian residence permit (§9b, 1). Only asylum seekers in phase 2 or 3 can apply for this permit.

Very few asylum seekers in Denmark obtain a humanitarian residence permit. It is only granted in very special cases. For example, you may obtain this residence permit if you can document that you suffer from a very serious illness and you will not be able receive medical treatment in your home country.

Go to top

This page is tagged Denmark Asylum